هند کی میشت افغان سیکان: چې سوله وشي بیرته خپل هیواد ته ځو

هند کی میشت افغان سیکان: چې سوله وشي بیرته خپل هیواد ته ځو

په هند کې د میشتو افغان سیکانو یو تن استازي سوربیت سینګ وایي : «زموږ وطن افغانستان دی او هیڅکله دا نه شو هیرولی. له خدایه غواړو چې سوله راشي، جنګ او جدال له منځه ولاړ شي او آرامي شي چې خپل هیواد افغانستان ته ولاړ شو او هلته ژوند وکړو.»

نوموړي زیاته کړې، چې د سر د خوندیتوب په پار د نورو هېوادولو په څېر له وطن څخه مهاجر شوي دي، چې د حالاتو ښه کیدا سره به بېرته وطن ته ګرځي.

په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې په سکانو او هندوانو یو شمېر ترهګریز بریدونه وشول، چې یو شمېر سکان په کې ووژل شول او یو شمېر نور ټپيان شول.

تېره میاشت د افغان سکهانو لومړۍ جوپه له کابله د هند په لور لاړل، چې د مالوماتو له مخې به د اهل هنودو یو شمېر نور کسان هم افغانستان پریږدي.

  • 05 تله 1399